به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

استهلاکي مارکیټ او د استهلاک کوونکو رویه

سال

: 2020.10.03

ګروه ها

: اقتصاد

قیمت

: 1000

تعداد صفات

: 63

کد فایل

: 429

مقطع

: لیسانس

 سريزه: لکه څرنګه چې پوهيږو هرلګښت کوونکى هره ورځ د کاليو او خدماتو د ترلاسه کولو لپاره د ډول ډول پرېکړو او تصميم نيولو د بيلابيلو حالتونو سره مخامخ کيږي. ځکه چې د ژوندانه په جريان کې مونږ د محدودو منابعو په لرلوسره د نامحدوده ضرورتونو لرونکي يو. نوهرمصرفوونکي ته پکاردي چې د خپلو عايداتو د خرچ کولوپه وخت کې دقت وکړي او يوه خاصه طريقه اختيار کړي ترڅو وکولاى شي د خپلومحدودو وسايلو او امکاناتو څخه زياته او اعظمي ګټه يا فایده لاس ته راوړي چې همدغې روش يا کړنلارې ته د مصرفوونکي چلند يا کړنلاره   consumer behavior وايي. په اوسنۍ نړۍ کې لگښت کوونکي د کاليو او خدماتو د يوې سترې ټولګې سره مخامخ دي چې له همدې امله مصرف کوونکى د دغې سترې ټولګې څخه د يوشي په اخيستلو او بيا د همدغه شي د بيلا بيلو ډولونو څخه د هغه د يو ډول انتخاب څه اسان کار ندى.  د بيلګې په ډول: تاسې د يوشي له اخيستلو څخه د مخه ښائي د دوستانو سره مشوره وکړئ يا له کورنۍ او يا هم له هغه چا معلومات وغواړئ چې د نوموړي شي په هکله تاسو ته معلومات درکولى شي. کيدى شي تاسې تبليغاتو او اعلاناتو ته هم پام وکړي، تاسو ممکن په دې اړه هم د پريکړې کولو ته مجبور ياست چې نوموړى شى په څه ډول ترلاسه کړئ د کرائې په شکل، د قطعي اخيستنې په شکل او که کوم بل شکل.  لنډه دا چې دا او په دې ډول نور ډير سوالونه او پوښتنې شته چې لګښت کوونکى بايد هغه ته دخپلو امکاناتو په چوکاټ کې يو معقول ځواب ووايي چې د لګښت کوونکي دغه تمايلات او ترجيحات چې يو شي ته يې د بل شي په پرتله ورکوي د هر مصرفوونکي په مصرفي چلند پورې تړاو لري چې په اقتصاد کې همدغه مفهوم د مصرفوونکي يا مستهلک د چلند او روئې په بحث کې د څېړنې لاندې نيول کيږي. د مصرف او استفادی د حامل په توګه مستهلک او مشتري هم هغه پخوانی ساده، بی خبره او بی سلیقی مشتري نه دی چی هر څه به ورته عرضه شول رانیول به یی برعکس ننی مستهلک او پیرودونکی د پرمختللو اړتیاوو، غوښتنو، سلیقو او رجحاناتو په درلودو سره د امتعی او محصول د خرڅلاو او پلور په وړاندې یو ستر ګواښ او چیلنج دی چې که چیرې په تولید او جوړښت کی یی ذوق او مطالبات په پام کې ونه نیول شي نو کیدای شي هغه څه چې د تولید او ترکیب لپاره په لاره اچول شوي تصدی ته عاید نه شي. د دغه مونوګراف د لیکلو څخه زما هدف دا دی تر څو مستهلکین په خپلو حقوقو وپوهیږي او څه قسم خریداري وکړي د کوم ډول خریداری څخه په کوم وخت کی استفاده وکړي اوهمدارنګه د خریداری څخه مخکی فعالیتونه، دخریداری په وخت کی فعالیتونه او د خریداری څخه وروسته فعالیتونه څیړل شویدی. مستهلکین باید د دغو ټولو فعالیتونو په نظر کی نیولو سره خریداري وکړي تر څو د خریداري څخه وروسته د پښیماني احساس ونه کړي او د وخت د ضایع سبب یی نه شي په دغی موضوع کی په هغو مراحلو چی یو مستهلک یی د شیانو د اخیستلو په وخت کی طی کوي هم رڼا اچول شوی ده لکه  د ضرورت پیژندل، د معلوماتو تر لاسه کول، د متبادلو شیانو ترمنځ ارزیابي، د خریداری مرحله او د اخیستل شوی شیانو سره برخورد یا رویه ( د خریداری څخه وروسته مرحله ) او د مستهلک د شیانو طبقه بندي او هغه مراحل چی یو مستهک یی د نوی شیانو د اخیستلو په وخت کی طی کوي مستهلک باید تر هغه وخت پوری اجناس خریداری نه کړي تر څو د دغو اجناسو په اړه معلومات ونه لري د معلوماتو تر لاسه کول ډیر ضروري دي شاید د بعضو اجناسو استعمال د مستهلک صحت ته زیان واړوي. او همدارنګه د مصرف کوونکو د رویی د صحیح پیژندنۍ لپاره مو هغه عوامل څیړلي دي چی د مستهلکینو د خرید پریکړۍ متاثره کوي لکه کلتوری عوامل، اجتماعي عوامل، شخصي عوامل او ذهني عوامل.همدارنګه د مستهک د خرید په اړوند مسائل لکه د خرید ډولونه، د مستهلکینو د شیانو طبقه بندي، د مستهلکینو په اساس د مارکیټ طبقه بندي او داسی نور مسایل چی د مستهلک او د مستهلکینو مارکیټ پوری اړوند وي تر بحث لاندې نیول شویدي.  روانو اقتصادي چارو او په نړی کی د ټکنالوژي په ډګر کی بدلیدونکو حالاتو ډیری نړیوالی کمپنۍ دی ته اړ کړي تر څو خپلو اهدافو ته د رسیدو په خاطر خپل زیات وخت او پیسی د مشتریانو په پیژندنه کی مصرف کړي. د تولیدونکو لپاره دا لازمي ده چی لومړي باید مصرف کوونکي په صحیح ډول وپیژني او د دوی ضرورتونه درک کړي او همدارنګه د دوی د کلتور، مذهب او اقتصادي حالتونو ته په نظر کی نیولو سره اجناس او خدمات  تولید کړي تر څو خپل اهداف تر لاسه کړي.  په پای کی د خپلو ښاغلو استادانو څخه د زړه له کومې مننه کوم او په ځانګړي ډول د خپل لارښود استاد ښاغلي پوهنیار میرویس احمدزي څخه یوه نړۍ مننه کوم چی د دغه مونوګراف په تهیه او ترتیبولو کې یی راسره نه ستړی کېدونکې هلی ځلی کړي دي او د لوی څښتن تعالی(ج) څخه ورته اوږد ژوند او د راتلونکي نسل د لا ښی روزنې، توانمندي او ښه صحت غوښتونکی یم.

.

 دمطالبو لړلیک

عنوان                                                                                         پاڼه

.1.1سريزه 1

 

لمړی څپرکی

دتحقیق اصول کلیات اوطرح

.2.1د تحقیق هدفونه........3

.3.1د موضوع اهمیت او ارزښت................3

.4.1د تحقیق فرضیی................3

.5.1د تحقیق متغیرونه...........3

.6.1د تحقیق وسایل............4

.7.1د تحقیق جوړښت....................4

دویم څپرکی

عمومیات

.1.2د بازار موند نی پیژندنه ) (Introduction to the Marketing..................5

.1.2.2د بازارموندنی تعریف         5

.3.2د بازارموندنۍ اهمیت د مصرف کونکې او مولدینو له نظره:        6

.1.3.2مصرف کونکې له نظره:..............6

.2.3.2مؤلدینو له نظره:........6

.4.2د مارکیټ ډولونه      7

.1.4.2تجارتی مارکـــــــیټ      (Business market ).....    7

.5.2د بزنس یا تجارتي مارکیټ خواص      8

.2.4.2استهلاکي مارکیټ 8

.6.2د مارکیټ طبقه بندي  ( Market Segmentation )     8

.7.2د مصرف کوونکو په اساس د مارکیټ تقسیم بندي  Segmenting consumer Market.1.7.28

.2.7.2د جغرافیی په اساس ګروپ بندي Geographic  segmentation       8

.3.7.2د نفوسو په اساس د مارکیټ طبقه بنديDemographic segmentation        9

Psychological segmentation.4.7.2     9

.5.7.2د سلوک په اساس د مارکیټ تقسیم بندي Behavioral segmentation         10

.6.7.2د وخت او موقع په اساس  Occasion segment       10

.7.7.2د عایداتو دلاسته راوړلو په اساس Benefit Segmentation    10

.8.7.2د مشتریانو د خاصی علاقی په اساسloyalty segmentation           11

11…...User Rate.8.2

11……User Status.9.2

.10.2د تجارتی مارکیټ او د مستهلکینو مارکیټ تر منځ توپیرونه      11

.11.2د مستهلک رویه : Consumer Behavior     12

. 12.2د مستهلک حقوق 12

.1.12.2د ژوند د بنیادي ضرورتونو څخه برخمن کیدل12   The right to satisfaction of basic need 13

.2.12.2د خوندیتوب حق یا د خطراتو څخه حفاظتThe right to  Safety.........13

.3.12.2د معلوماتو څخه برخمن کیدل  The right to be informed.....13

.4.12.2د انتخاب حق درلودونکی   The right to choose.........13

.5.12.2د The rights to redress بیا تعدیل حق............14

.6.12.2مستهلک ته د تعلیم حق  The right to consumer Education...........14

.7.12.2د سالم چاپیریال حق   The right to healthy Environment.............14

.13.2د تولیدونکو مسولیت د مصرف کوونکو په وړاندی        15

.1.13.2د مصرف کوونکو رویه       16

.14.2د مستهلک د رویې تيوري Theory of consumer behavior  17

.15.2افاده Utility         18

The Power of a good to satisfy human wants.1.15.2           18

.2.15.2لومړنۍ يا ابتدايي افاده Initial Utility      19

.16.2د کارډينل تيوري اساسي مفروضات Basic Assumptions of the19 cardinal utility analysis.1.16.220

.17.2دآرډينل تيوري مفروضات Assumptions of Ordinal Theory           21

.18.2د کارډينل او آرډينل تيوري پرتله يا مقايسه     22

.19.2په ارډينل تيوري يا بې تفاوته منحني باندې تنقيد      22

.20.2په دواړو تيوريانو کې مشابهت Similarities in both approaches       23

.21.2د مستهلک مطالعی او بررسی اهمیت او ضرورت        23

.1.21.2ولی د مستهلکینو د رویی مطالعه مهمه ده 24

.2.21.2د مصرف کوونکې خصوصیت        26

.3.21.2د عاید او مصرف جدول په مختلفو ګروپونو کې       26

Seven O s of marketing.22.2 27

.23.2هغه عوامل  چی د مستهلک په  رویه باندی اغیزه کوي           28

.24.2فرهنګي یا کلتوري عوامل culture Factor    28

.1.24.2کلتوري عوامل:......................28

Multiculturalism.2.24.2: .................28

Counter Culture.3.24.2: ..................28

.25.2کلتورې تغیر          29

.1.25.2د کلتور د بدلون اساسې علتونه    29

.2.25.2اختراع      Invention      29

.3.25.2کشف DISCOVERY     29

.4.25.2تیتیدل يا خپریدل  Diffusion     30

.5.25.2د تيتیدنې ډولونه Ethnocentrism           30

Xenon centrism.26.2  30

.27.2فرعی کلتور sub culture    30

.28.2هغه عوامل چې د مستهلک په رویه باندې اغیز لري:  31

.1.28.2اجتماعی ټولنه  social class        31

.2.28.2د ټولنیزې طبقی اغیزی   32

.3.28.2د ټولنو خصوصیات         32

.29.2اجتماعی عوامل  Social Factor      33

.1.29.2د ماخذ ګروپ  Reference Group           33

.2.29.2کورنیFamily    34

.3.29.2نقش او مقام  Roles and status  35

.30.2شخصي عوامل Personal Factors   35

.1.30.2عمر Age           35

.2.30.2دندهoccupation           36

.3.30.2اقتصادی حالت Economic situation      36

.4.30.2شخصیت Personality    36

.5.30.2د کورنی دورانFamily life cycle 36

.31.2ذهني عوامل   Psychological  factor         37

.1.31.2تشویقونه     Motivation 37

.2.31.2ادراک ( پوهه )   38

.3.31.2ارزښتونه    Values          38

Beliefs .4.31.2عقیده    38

.32.2د خرید  ډولونه او د مستهلکینو د تصمیم رویه Types of buying decision behavior  39

Complex buying behavior.33.2        39

Dissonance of Reduction.34.2           39

Habitual buying behavior.35.2         40

Variety seeking buying behavior.36.2          41

دریم څپرکی

هغه مراحل چی یو مستهلک د شیانو اخیستلو په وخت کی تر سره کوي

Stage of consumer buying Process.1.1.3      42

.2.1.3د ضرورت پیژندل  Problem recognition   42

.3.1.3د معلوماتو ترلاسه کول   Information Search        42

Stage of consumer buying Process.4.1.3      42

.2.3هغه منابع چه هغی څخه معلومات تر لاسه کیږی په لاندی ډول دي:     42

.1.2.3د متبادلو شیانو ارزیابی   Evaluation of Alternative Product      43

.2.2.3خریداری مرحله  Purchasing decision     43

.3.2.3د اخیستل شوی شیانو سره برخورد یا رویه  Post purchase Behavior           43

.3.3ولی د مشتری رضایت دومره مهم دی 44

.4.3د ناراضه مشتریانو رویه         44

.5.3د مشتریانو لپاره لومړیتوب:   45

.6.3د مستهلک د شیانو طبقه بندی classification of consumer Goods  46

.1.6.3هغه شیان چی له موازنه کولو وروسته اخیستل کیږي  Shopping46 Product.2.6.3   46

.3.6.3ځانګړي ( مخصوص ) شیان (Specialty products )........................46

.4.6.3نا اړین شیان (Unsought products )       47

.7.3د تولیداتو طبقه بندي Classification of products    48

.8.3هغه مراحل چه یو مستهلک د نوی تولید د اخیستلو په وخت کی طی کوی         48

.9.3د مصرف کوونکی بسته بندۍ 48

.10.3بسته بندي د لاندې اهدافو د لاس ته راوړو په منظور صورت نیسي:...........50

.11-3د استهلاکې بسته بندیو اهمیت      50

.12.3د بسته بندۍ پر مخ علائیم اواطلاعات          51

.1.12.3د یو ښه برانډ معیارونه عبارت دي له:         51

د موضوع په اړوند ځنی مهم اصطلاحات.........................................52.13.3

پایله احستنه............................................................................53.14.3

.وړاندیزونه. 55

.15.3-سرچینی.....................56

 

سرچینې

1.         پوهاند، محمد طیب،(۱۳۹۳). د کرنیزو محصولاتو بازارموندنه، مومند خپرندویه ټولنه. 

2.         د مستهلک دروئې تيوري(۱۳۹۳). د اقتصاد پوهنځی د BBA  څانګی لکچر نوټ.

3.         سعیدي، پوهنیار سید قیاس، (۱۳۸۹). بازارموندنه، مومند خپرندویه ټولنه.

4.         شینواری ،پوهنوال دوکتور عبیدالله،(۱۳۹۲). مارکیټنګ، مومند خپرندویه ټولنه.

5.         http://bonakdaran.blogfa.com رفتار مصرف کننده و تبلیغات (۱۳۸۷).

6.         Goodwin, Neva and A, Julie. Consumption and the consumer society.

7.         Kotler, Philip. And Armstrong, Gray (2009). Principles of Marketing 12th Edition. New Delhi. Prentice’ Hall of India.

8.         Kotler, Philip. (2010). Marketing Management Millennium Edition Custom edition for university of Phoenix.

9.         Perrault, William, D., Cannon, Joseph. (). Essential of marketing a marketing strategy Planning Approach 13th ed.

 

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059